
ایکنانیوز د الموقع له قوله راپور راکړ، د الازهر د افراط پالنې پر ضد د مبارزې څارونکي بنسټ یا فاؤنډیشن د اروپائي اتحادئې د بنسټیزو حقوقو د ادارې (FRA) د وروستي راپور په اړه نظر څرګند کړی دی. دغه راپور ښئي چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې د اروپا په لوئې وچې کې له اسلامه د ویرونې پروسې پیښې (اسلامهراسي) په څرګند او خطرناک ډول زیاتې شوي دي.
دغه څارونکي بنسټ ټینګار کړی چې د مسلمانانو پر وړاندې توکمپالنه نورې یوازې محدودې پېښې نه دي، بلکې دغې بلا د سیاسي او رسنیزو بنسټونو په جوړښت کې ژوره رېښه غځولې ده، چې دا چاره د اروپائي ارزښتونو د اخلاقي اعتبار د کمزورۍ نښه ده.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د اروپائي اتحادئې ۴۷ فیصده مسلمانانو په مستقیم ډول توپیري چلند تجربه کړی دی ، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۳۹ فیصده ؤ.
همداراز، فنلنډ د کار په بازار کې د مسلمانانو پر وړاندې د توپیر کابو ۶۳ فیصدو پورې تر ټولو لوړه کچه ثبت کړې ده، او په آسټریا کې د کرکې له امله ترسره شوي جرمونه ۱۵۰۰ پېښو ته رسېدلي دي، چې دا له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده
راپور ټینګار کوي چې مسلمانې میرمنې په تیره بیا سترمنې او حجاب لرونکې میرمنې ، د توپیر او له کاري بازاره د ګوښه کیدا له امله ترټولو ډیرې زیانمنې شوي دي. د راپور احصائې ښئي چې ۳۱ سلنه مسلمان کډوال له عمومي توپیرسره مخ شوي دي، او ۷۴.۸۲ فیصده ئې د هستوګنځي د ترلاسه کولو پر مهال د توپیر راپورونه ورکړی دی.
په اسپانیا کې رسمي احصائې هغه ادعاګانې ردوي چې ګواکې مسلمان کډوال د دغه هېواد د اقتصادي ستونزو لامل دي. دا کډوال د ټولنیز تأمین د عوایدو ۱۰ سلنه برابروي، خو یوازې له یوه سلنه لګښتونو څخه استفاده کوي.
د راپور له مخې، په انګلستان کې له اسلامه د ویرونې د پروسې د تعریف په اړه د سیاسي بندون پر مهال، د مسلمانانو پر ضد پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې دي.
په فرانسې کې د سیکولرزم تر پوښښ لاندې پر جوماتونو بریدونه ډېر شوي دي.
په جرمني کې د کډوالۍ موضوع له امنیت سره تړل شوې ده او د فلسطین پلوه اعتراضونه په سختۍ سره کنټرولېږي.
همداراز، په ډنمارک او آسټریا کې توکمپالنه په رسمي سیاسي دریځ کې عادي بلل شوې ده.
د دې راپور په غبرګون کې، د الازهر څارونکي بنسټ اعلان وکړ چې دا احصائې د مسلمانانو پر وړاندې د توپیر د بنسټیز کېدو په اړه جدي خبرداری ورکوي.
له همدې امله، د الازهر څارونکي فاؤنډیشن د «سیستماټیکې توکمپالنې د رسمي پېژندنې او د هغو لازمو قوانینو د تصویب غوښتنه کړې ده چې له اسلامه ویرونه جرم وګرځوي.
https://iqna.ir/fa/news/4326241